کندهار کې د کتابونو درې ورځنی نندارتون په برياليتوب سره پای ته ورسېد

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۹
...

د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: دې ولايت کې د افغان بيسيم مخابراتي شبکې په ملاتړ د کتاب درې ورځنی نندارتون په برياليتوب سره د زرګونه ټوکو کتابونو په پلورلو سره پای ته ورسېد.
د مسؤلينو په وينا؛ په دې نندارتون کي کتاب رانیونکو ته د قرعه کشۍ له لارې بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې، په دې ډاليو کي درې عرادي بایسکل، يوه پایه لیپټاپ کمپیوټر، درې سیټه موبایلونه، ۲۰۰ ګیلاسونه، ۸۰۰ قلمونه، ۳۰ ساعتونه، ۸۰۰ کتابچې او ۱۱۰۰ کتابونه شامل وه.
د کتاب پلورنکو د اتحادیې مشر حکمت الله حکمت وایي: په دې نندارتون کې د ۷۰ کتاب پلورونکو لخوا بېلابېل دیني او عصري کتابونه وپلورل شول، چې زیاته برخه یې معلوماتي کتابونه وو، کتاب پلورونکو په دې نندارتون کې يې د کتاب بيې ته په کتو سره د ۱۰ څخه تر ۳۰ سلنه پورې تخفیف کړی وو.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې په ټلیفون او ټولنیزو رسنیو باندې د وخت د ضایع کولو پرځای دې د خپل راتلونکي د ښه والي په موخه د کتابونو مطالعه وکړي.

۱۴۴۶/۸/۷ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۸ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS