خروار ولسوالۍ کې د سېرت النبي صلی الله علیه وسلم سیالۍ پايلې اعلان شوې

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۲۵
-هپکک

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خروار ولسوالۍ په کچه  د ښوونځیو او مدرسو (۱۵۰) تنو زده کوونکو او ځوانانو څخه د سېرت النبي(ص) آزموینه اخیستل شوې وه، چې د پایلو له اعلان وروسته ۱۱ تنه مخکښ ګډونوال په ډاليو ورکولو وستایل شول. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل: دغه سیالۍ د خروار ولسوالۍ په کچه د دیني مدرسو او ښوونځیو د ۱۵۰ تنو زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې وه، چې موخه يې د ځوانانو د معلوماتو پراختیا او د دوی ترمنځ  د مطالعې فرهنګ پیاوړي کول وو.
همداراز د یادې ولسوالۍ څو تنو علماء کرامو په خپل وار سره ورته آزموینې د ځوان نسل د فکري رغښت او ويښتابه برخه کې مهمې وبللې او غواړي چې ورته نورې علمي سیالۍ او برنامې دې هم د ځوانانو لپاره ترسره شي.
د يادې سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته موبایل، دوهم  مقام ګټونکي  ته ساعت، او دریم مقام ګټونکي ته بېلابېل کتابونه، او پاتې نورومخکښو ګډونوالو ته هم کتابونه ډالۍ شول.
تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا، د سیرت النبي(ص) فکري روزنې او نورو برخو کې د ځوانانو او زده کوونکو ترمنځ علمي سیالۍ ترسره شوې دي.

۱۴۴۶/۴/۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۵ هـ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» در تخار

سیمینار تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» با هدف ارتقای سطح آگاهی جوانان پیرامون مسوولیت‌های دینی، اجتماعی و ملی آنان، در ریاست اطلاعات و فرهنگ تخار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۴
Background image

نشست رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی

نشست هماهنگی رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با شماری از یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی، به‌منظور بررسی چالش‌ها، شنیدن مشکلات و تقویت روند فعالیت‌های رسانه‌یی در این ولایت برگزار شد.
مو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

قانون حفظ آثار جهادی در ولایت میدان‌وردگ تشریح گردی

ریاست عمومی حفظ آثار جهادی به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ به اساس حکم زعیم کشور قانون حفظ آثار جهادی را تشریح کرد.
در این نشست، مفتی محمد طاهر احمد رییس عمومی حفظ آثار. . .

BACK TO NEWS