د افغان فلم د جوړېدو ٥٢ مه کلیزه ونمانځل شوه

مجهول (لم يتم التحقق)
أحد, يوليو 19 2020 9:00 صباحا
د افغان فلم د جوړېدو ٥٢ مه کلیزه ونمانځل شوه

 

د افغان فلم د جوړيدو ٥٢مه کليزه پرون د افغان فلم  د رياست په انګړ کې په پرتمينو مراسمو سره ونمانځل شوه .

په دغو مراسموکې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير، د دغه وزارت د فرهنګ اوهنرمعين پوهاند محمدرسول باوري او د هېواد يوشمېرفرهنګي شخصيتونو اود سينما هنرمندانو ګډون کړی و .

  د باختراژانس خبريال  د خبرله مخې؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په دغومراسموکې ويناوکړه او ويې ويل چې د سينما صنعت د ٤٠کلونو جګړې، بحران اوتاوتريخوالي په بهير کې د نورو برخو په پرتله زيات زيانمن شوى دى.

  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ټينګاروکړ، چې افغان فلم بايد د فلم د توليد او د سينما صنعت د ودې په برخه کې  خپل  ملي رسالت ترسره کړي .

  زهير د افغانستان ملي سينما پاليسۍ تدوينول د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له مهمو کاري لومړيتوبونوڅخه وبلل .

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست دغه راز زياته کړه، چې په اوسنۍ متحوله نړۍ کې هر څه په تېره بيا سينما د بدلون   په حال کې ده؛ موږ بايد د يو ځانګړي او اغېزمن میکانیزم په جوړولو سره  د افغان فلم حالت بدل کړو، او په هغه کې مثبت بدلون رامنځته کړو .

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين پوهاند محمد رسول باوري  هم په هېواد کې د سينما  د تاريخ په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې سينما د لومړي ځل لپاره د غازي امان الله خان په وخت کې جوړه شوه.

باوري  د هېواد د سينما د تاريخ  لوړو ژورو ته اشاره وکړه او ټينګار يې وکړچې نن په هېواد کې د سينما صنعت  د ودې په حال کې دى .

د فرهنګ اوهنر معين  د افغان فلم  وروستي نوښتونه  د هېواد د سينما په تاريخ کې بې ساري وبلل .

د افغان فلم رييسې صحرا کريمي په دې مناسبت په خپلو خبرو کې د افغان فلم ستونزو ته اشاره وکړه او ويې ويل:  په تېر يو کال کې مو زياتې هلې ځلې وکړې او افغان فلم ته مو خوځښت ورکړاو له ټولو نیمګړتياوواوستونزو سره سره  چې شتون لري، بريالي شوو  چې په افغان فلم کې د خوځښت  د رامنځته کولو په خاطر مهم کارونه  ترسره کړو .

د هېواد يو فرهنګي شخصيت فقيرميوند هم د هېواد  د سينما اود سينما د هنرمندانو د تاريخچې په باب  خبرې وکړې .

په دې غونډه کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  محمد طاهر زهير او د دغه وزارت  د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري اوفقيرميوند هغه ستاینلیکونه چې د افغان فلم مشرتابه برابرې کړي وو، د سينما يوشمېر  هنرمندانو او د افغان فلم کارکوونکیو ته ورکړل .

د افغان فلم ودانۍ  په  ١٣٤٧لمريزکال د افغانستان د وخت باچا محمد ظاهر د حکومت په دوره کې د امريکا د متحدوايالاتونو د خلکو په مرسته  جوړه  او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .

  افغان فلم  د خپل فعاليت  د تاريخ په اوږدو کې زيات هنري او مستند فلمونه توليد کړي دي او اوس  د افغانستان  د ملي سينما سبمول بلل کېږي .

همدارنګه  د دغو مراسمو په څنډه کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  محمد طاهر زهير  په داسې حال کې چې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت  د فرهنګ او هنر معين پوهاندمحمد رسول باوري  او د افغان فلم رياست مسوولينو یې ملتیا کوله، د افغان فلم کتابتون هم پرانیست .

  د افغان فلم د مسوولينو  د څرګندونوله مخې ؛  په دغه کتابتون کې په بېلابېلو ژبو  ډول ډول کتابونه شته .

کابل / دچنګاښ ٢٧مه /باختر

تازه ترین اخبار

اثنين, سبتمبر 07 2026 3:03 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

عُقد يوم الاثنين، 24 ربيع الأول 1448هـ، عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لمعاونية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر السيد مهاجر فراهي،. . .

أحد, سبتمبر 06 2026 9:07 صباحا
Background image

نائب وزير الثقافة والفنون يلتقي المديرة العامة لمؤسسة فيروزكوه

التقى نائب وزير الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، الشيخ عبدالرحمن طيبي، اليوم، المديرة العامة لمؤسسة فيروزكوه لشؤون أفغانستان، السيدة ليان، والوفد المرافق لها.
وحضر اللقاء رئيس. . .

سبت, سبتمبر 05 2026 4:12 مساء
Background image

فارياب تُنظّم مسابقة حول المرسوم رقم (17) للحد من العادات السيئة

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية فارياب، بالتنسيق مع مؤسسة البرز العلمية والثقافية، مسابقة حول كتيّب المرسوم رقم (١٧) الصادر عن سماحة أمير المؤمنين، حفظه الله ورعاه، بشأن الحد من. . .

BACK TO NEWS