د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د تخار د اطلاعاتو او کلتور له رئيس سره وکتل
نن یکشنبه ۱۴۴۴/۹/۱۸ هـ ق د اطلاعاتو او کلتور محترم وزير ملا خيرالله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د تخار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئيس ذبيح الله انصاري سره وليدل.
په ليدنه کې ښاغلي انصاري د محترم وزير صاحب سره خپلې لاسته راوړنې او شته ستونزې شريکي کړې او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
محترم وزیر صاحب د نوموړي رئیس کارونه او هڅې وستایلې او د کارونو د لا ښه بهبود لپاره یې لازمي مشوري او سپارښتنې ورته وکړي، همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل او ډاډ یې ورکړ چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې جدي رسیدګي کیږي.
