د ځوانانو چارو معینیت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
نن سه شنبه ۱۴۴۴/۸/۷ هـ ق د رسنیو مرکز کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت او ۴۰ خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین، مولوي محمد یونس راشد وویل: د افغانستان اسلامي امارت د ځوانانو هر اړخیز پرمختګ ته ژمن دی او تل یې د ځوانانو د تحصیل او کارموندنې برخه کې د دغه وزارت د پروګرامونو ملاتړ کړی دی.
ښاغلي راشد زیاته کړه، د ځوانانو ستونزو او غوښتنو د اورېدو او حل په موخه مو ولایتي سفرونه پيل کړي چې تر اوسه مو په ۱۷ ولایتونو کې له زرګونو ځوانانو سره مخامخ ناستې او خبرې کړي دي، د ډېرو ځوانانو غوښتنه دا وه چې په کابل کې د تحصیل زمینه ورته برابره شي، مونږ هم ژمنه ور سره وکړه او دا دی نن په کابل کې له ۴۰ خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو له موسسو سره په همدې تړاو د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیکوو.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین، ځوانانو ته د تحصیلي زمینې برابرولو برخه کې د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د همکارۍ او تخفیف ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه معینیت ۱۰۰۰ تنو بېوزلو ځوانانو ته په کابل کې د لیلیې امکانات هم برابر کړي دي.
همداراز ښاغلي راشد وویل، د ځوانانو چارو معینیت به هغو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي چې لوړې زده کړې یې کړي او تر اوسه بې روزګاره دي.
د ناستې په جریان کې د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو هم د ځوانانو چارو معینیت دا هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان به، له دغه معینیت سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
