د جوزجان د جهادي اثارو د ساتنې مدیریت ته د جهاد له دورې څخه پاتې شوی یو اثر وسپارل شو.

wasim_admin
خميس, أكتوبر 08 2026 10:36 صباحا
..

د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جهادي اثارو د ساتنې عمومي مدیریت ته د دې ولایت د یوه تن مجاهد عتیق‌الله سلطاني له لوري د ده د پلار شهید تورن امرالله سلطاني موټرسایکل چې د شل کلن جهاد پر مهال کارول شوی و، وسپارل شو.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف‌الدین معتصم، د دې اقدام د ستاینې ترڅنګ وویل: هغه اثار او وسایل چې د جهاد په کلونو کې د مجاهدینو له لوري کارول شوي، د هېواد د مهمو تاریخي پېښو یوه برخه څرګندوي او راتلونکو نسلونو ته یې په خوندي توګه لیږد ځانګړی اهمیت لري.
نوموړی زیاته کړه، چې د جهاد له دورې څخه د پاتې شویو اثارو ساتنه، د تاریخي ارزښت د خوندي کولو ترڅنګ، د مجاهدینو او شهیدانو د خاطرو او مبارزو د ثبت او معرفي کولو زمینه هم برابروي.
دغه راز د جهادي اثارو د ساتنې عمومي مدیر عبدالباري احمدي وویل: سپارل شوی موټرسایکل به له ثبت او اړوندو مراحلو تر بشپړېدو وروسته، د دې ریاست د جهادي اثارو په ټولګه کې وساتل شي.
نوموړي د شهیدانو له کورنیو، ډلګی مشرانو او مجاهدینو څخه وغوښتل، چې د شل کلن جهاد له دورې څخه پاتې شوي هغه اثار، وسایل او اسناد چې له دوی سره شته، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د وسپاري، ترڅو په معیاري توګه ثبت او خوندي شي او د تاریخي میراث د یوې برخې او د شهیدانو د یادګارونو په توګه د راتلونکو نسلونو لپاره وساتل شي.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین ټینګار وکړ، چې د دې ډول اثارو راټولول او ساتنه د تاریخي پېښو په ثبتولو او د هېواد د معاصر تاریخ مهمو پړاونو د اړوندو اسنادو او یادګارونو د له منځه تلو په مخنیوي کې مهم رول لري.

۱۴۴۸/۴/۲۵ هـ ق

تازه ترین اخبار

خميس, أكتوبر 08 2026 12:58 مساء
Background image

معاون شؤون النشر يعقد لقاءً مع صحفيي ننگرهار ومسؤولي وسائل الإعلام المحلية

عقد معاون شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة، السيد مهاجر فراهي، بحضور رئيس رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية ننجرهار، مولوي ذبيح الله نوراني، لقاءً مع صحفيي الولاية وممثلي وسائل الإعلام. . .

خميس, أكتوبر 08 2026 12:43 مساء
Background image

توزيع مواد مطبوعة للتوعية العامة بشأن المرسوم رقم (١٧)

في إطار مواصلة برامج التوعية الثقافية العامة، قامت وزارة الإعلام والثقافة بتوزيع بروشورات وكتيبات وأقلام ومواد مطبوعة توعوية أخرى أُعدّت للتعريف بالمرسوم رقم (١٧) الصادر عن سماحة أمير. . .

خميس, أكتوبر 08 2026 10:37 صباحا
Background image

تكريم الفائزين في مسابقة الخطابة حول السيرة النبوية (ﷺ)

نظّمت رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية خوست، بالتعاون مع مؤسسة الكوثر الفكرية والثقافية، مسابقة في الخطابة حول السيرة النبوية (ﷺ)، بمشاركة مئات من طلبة العلم، وذلك في مدرسة جامع دار. . .

BACK TO NEWS