د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته د ۳۰۰ کلن تاریخي آثار وسپارل شول
د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ اړوند د فرشقان کلان کلي کې ۷ قلمه تاريخي آثار چې شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي مخينه لري کشف شوي دي، چې د یاد کلي د اوسیدونکو له لوري د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شول.
په دغو اثارو کې، کوچنی دیګ، څراغ، شمع داني، کوچنی دیګ، پلته داني، تیل داني او د کفګیر دوه ټوټې لاستي شامل دي.
د سرپل والي ملا احمدشاه دین دوست د دغو تاریخي اثارو موندل او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته سپارل یو نېک اقدام وباله او ویې ویل: د سرپل ولایت مقام د هغو پروګرامونو او هڅو ملاتړ کوي، چې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې ترسره کېږي، دا ډول اقدامات د تاریخي شتمنیو په وړاندې د پاملرنې او مسؤلیت څرګندونه کوي او د خلکو د هویت او تېر تاریخ د ژوندي ساتلو په برخه کې مهم رول لري.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا عبدالغفار حق نما تاریخي اثار د ټولنو د اصیل فرهنګ او دودونو مهمه برخه وبلله او ویې ویل: دغه اثار زموږ د تېرو نسلونو د تاریخ او ژوند ښکارندويي کوي او ساتنه او پالنه یې د ټولو ګډ اسلامي او ملي مسؤلیت دی.
۱۴۴۸/۱/۸ هـ ق
