د (وصال هنر) په نامه دوه ورځنی هنري او فرهنګي نندارتون پرانیستل شو

wasim_admin
خميس, يونيو 18 2026 11:18 صباحا
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د هنرستان ریاست له لوري د نګارستان آمریت کې د (وصال هنر) په نامه دوه ورځنی هنري او فرهنګي نندارتون پرانیستل شو.
مسؤولینو د دې نندارتون د جوړېدو موخه د هنري وړتیاوو، نوښتونو او لاسته راوړنو معرفي او نندارې ته وړاندې کول، د هنر او فرهنګ پالنې روحیې پیاوړتیا، د هنرمندانو او هنر مینه والو ترمنځ د تجربو د تبادلې زمینه برابرول او ځوان نسل هنري او فرهنګي فعالیتونو ته هڅول وبلل، دا نندارتون لیدونکو ته فرصت برابروي، چې د هنرمندانو له آثارو او هنري ظرفیتونو سره له نږدې اشنا شي.
په دې نندارتون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقام دفتر رئیس مولوي احسان الله حسان، د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب، د اقتصاد وزارت د دوامداره پراختیایي موخو رئیس لعل محمد ولي‌زاده، استادانو، خطاطانو، انځورګرانو، مینیاتورانو او ګڼو ځوانانو ګډون کړی و.
مولوي احسان الله حسان وویل: د هېواد آزادي په ټوپک او توره ترلاسه کېږي، خو ساتنه یې په قلم کېږي او هنري آثار د تاریخ څرګندونه کوي. نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، له هنر  او هنرمندانو هر اړخیز ملاتړ کوي.
د اقتصاد وزارت د دوامداره پراختیایي موخو رئیس ښاغلي لعل محمد ولي‌زاده هنر د ټولنې د ښکلاوو او ستونزو څرګندوونکی وباله او زیاته یې کړه، چې د هنرستان ریاست په مشرۍ به له مؤسسو سره په ګډه د هنري فعالیتونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شي.
دغه راز د هنرستان رئیس مولوي محمد لعل منیب د بهزاد او غلام محمد میمنه‌ګي د هنري سبکونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: افغانستان ځانګړي او بې‌ساري هنري سبکونه لري، چې په نړۍ کې یې ساری ډېر کم موندل کېږي، نوموړي له هنرمندانو وغوښتل چې د هنر د ودې او پیاوړتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
په پای کې د تیاتر آمریت ممثلینو خپله تمثیلي او هنري ټوټه نندارې ته وړاندې کړه او د نندارتون تنظیموونکي په ستاینلیکونو ورکولو سره ونازول شول.

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

ثلاثاء, يونيو 23 2026 2:37 مساء
Background image

لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية تواصل جولاتها الميدانية في الناحية الرابعة بكابل

واصلت لجنة إصلاح اللوحات واللافتات الإعلانية التابعة لمعينية شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة أنشطتها الميدانية، حيث أجرت جولة رقابية على اللوحات واللافتات الإعلانية في منطقة (بره كي). . .

اثنين, يونيو 22 2026 2:51 مساء
Background image

انعقادالاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

 يوم الاثنين الموافق 22 يونيو 2026م عُقد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر في وزارة الإعلام والثقافة، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، المولوي مهاجر فراهي.
وخلا. . .

اثنين, يونيو 22 2026 9:34 صباحا
Background image

تنظيم ندوة تدريبية لتعزيز ثقافة القراءة والمطالعة

نظّمت رئاسة المكتبات العامة التابعة لوزارة الإعلام والثقافة، بالتعاون مع
رئاسة الإعلام والثقافة في ولاية كابيسا، ندوة تدريبية ليوم واحد بهدف تعزيز ثقافة القراءة والمطالعة، وذلك في قاعة. . .

BACK TO NEWS