د کتابونو او هنري آثارو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو
د پروان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد ریاست په انګړ کې د مطالعې کلتور د پیاوړتیا او ځوانان مطالعې ته هڅولو په موخه، د ارغوان ګل څانګې تر سرلیک لاندې د کتابونو او هنري آثارو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې د عامه کتابتون له لوري سلګونه جلده کتابونه او بېلابېل هنري آثار د مطالعې مینهوالو، ځوانانو، زدهکوونکو او زده کړیالانو لپاره نندارې ته وړاندې شول.
د نندارتون د پرانیستې پر مهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د کتاب پر اهمیت، ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د نړۍ د هېوادونو پرمختګ د کتاب لوستنې او د وخت څخه د سمې ګټې اخیستنې پورې تړلی دی.
ښاغلي صدیقي ځوانانو ته په خطاب کې وویل: تل له کتاب سره اړیکه وساتئ او خپله مطالعه پراخه کړئ، ځکه چې د هېواد پرمختګ ستاسو هڅو او پوهې ته اړتیا لري.
د نندارتون ګډونوالو له دغه نندارتون له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه او د ورته نندارتونونو د دوامداره جوړولو غوښتنه یې وکړه.
۱۴۴۷/۱۰/۲۲ هـ ق
