محمد طاهر زهير: اوبه ملي پانګه ده او مديريت يې د افغانستان ملي ګټې تامينوي

مجهول (لم يتم التحقق)
خميس, مارس 18 2021 2:10 مساء
محمد طاهر زهير: اوبه ملي پانګه ده او مديريت يې د افغانستان ملي ګټې تامينوي

د اطلاعاتو او فرهنک وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن “اوبه د افغانستان پانګه” تر عنوان لاندې د ځوانانو په ملي ډيالوګ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د دغه وزارت د مطبوعاتو په تالار کې جوړ کړ، وويل چې اوبه ملي پانګه ده او مديريت يې د افغانستان ملي ګټې تامينوي.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ محمد طاهر زهير په دغو مراسمو  کې د هېواد د اوبو پر مديريت ټينګار وکړ او ويې ويل: د اوبو مديريت د هېواد ملي ګټې تامينوي.

زهير د اوبو په مديريت کې مهمو ټکو ته اشاره وکړه او د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس پر ټينګار يې استناد وکړ او څرګنده يې کړه چې د افغانستان امنيت د هېواد د اوبو په سم مديريت پورې تړاو لري.

هغه زياته کړه: زموږ هېواد زياتې خوږې اوبه لري چې ارزښت يې د ګاونډيو هېوادونو تر تېلو او  مادي شتمنيو څخه لوړ دى. ګاونډيو هېوادونو په دې موده کې هلې ځلې کړې دي چې افغانستان د خپلو اوبو د مديريت د تنظيم وخت پيدا نه کړي او په همدې دليل د ناامنيو په پراخولو کې يې رول درلود او لا هم نقش لري.

د اطلاعاتو او فرهنک وزارت سرپرست دغه راز وويل: د هېواد د اوبو مديريت او تنظيم به د افغانستان د امنيت په تامين کې اساسي رول ولوبوي. هرکله چې د اوبو د بندونو پر پروژو کار پیلېږي، ډاراچوونکې ډلې او وسله وال مخالفين پيدا کېږي او د کار مخه نيسي، دا ښيي چې د ګاونډيو هېوادونو استخباراتي سازمانونه د دغو پروژو د کار د ګډوډولو لپاره لاس په کار کېږي.

هغه وويل چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس د هېواد د امنيت د تامين لپاره هر اړخيز او ستراتېژيک ليدلوری لري او پر دې باور دى چې په افغانستان کې د جګړې يو عامل د اوبو په تنظيم کې د مديريت نشتوالى دى.

همدارنګه په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنک وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر ادريس الکوزى هم د هېواد د اوبو او د مديريت د څرنګوالي په اړوند یې خپل نظر بيان کړل او له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې د ملي پانګې په توګه د هېواد له اوبو څخه د سمې استفادې په خاطر يوموټي شي.

دغه راز د اوبو عمومي رييس انجنير فايز الرحمن عزيزي د هېواد د اوبو د بندونو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل او ويې ويل چې د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره د دغه ملي مسووليت په درک کولو سره د اوبو د مهارولو په برخه کې د اوبو د کوچنيو، منځنيو او سترو ذخيروي او کنټرولي بندونو پر جوړولو اقدام کړى دى.

هغه زياته کړه: له نېکه مرغه د اوبو د مهارولو او مديريت په موخه د افغانستان د يوې مهمې او حياتي پروژې په توګه د کمال خان بند د جوړولو کار بشپړول، د دغو هلوځلو يوه ښکاره بېلګه ده چې له ۵٠ کلن انتظار وروسته بند بشپړ شو او زموږ پخوانۍ  هيلې پوره شوې.

بايد وويل شي چې دغه (ملي ډيالوګ) په نيمروز کې د کمال خان بند د پرانیستلو په درشل کې ترسره شو چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو څو ورځو پورې پرانیستل شي.

دغه بند په هرات کې د سلما بند، په فراه کې د بخش آباد بند او په هلمند کې د کجکي بند ترڅنګ په هېواد کې د اوبو له ډېرو سترو بندونو څخه شمېرل کېږي چې د ۵۲ ميليون مکعب متره اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري او د ١٧٨ زره هکتاره زراعتي ځمکه خړوبوي او د ٩ ميګاه واټه برېښنا د توليد زمينه برابروي او په اقتصادي او ټولنيزه وده او پراختيا، د چاپېريال او د خلکو د رواني حالت په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.

په پاى کې د پنل غړو د کمال خان بند د څرنګوالي په اړه تفصيلي خبرې وکړې.

کابل /د کب ٢٨ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

اثنين, أكتوبر 26 2026 3:47 مساء
Background image

لجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة تعقد اجتماعها الدوري

عقدت لجنة تقييم الكتب بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعها الدوري، يوم الاثنين (١٤ جمادى الأولى ١٤٤٨ هـ ق)، برئاسة نائب الوزير لشؤون النشر، السيد مهاجر فراهي، وبحضور أعضاء اللجنة.
واتخذت. . .

اثنين, أكتوبر 26 2026 3:45 مساء
Background image

توقيع مذكرة تعاون بين رئاسة المكتبات العامة ومؤسسة DHSA

وقّعت رئاسة المكتبات العامة التابعة لوكالة الثقافة والفنون بوزارة الإعلام والثقافة، ومؤسسة الخدمات التنموية والإنسانية لأفغانستان (DHSA)، مذكرة تعاون تحت عنوان «تعزيز المشاركة المجتمعية. . .

اثنين, أكتوبر 26 2026 3:41 مساء
Background image

اختتام دورة تدريبية لتعزيز قدرات مسؤولي الإعلام ومديري الصحف ووكالة باختر للأنباء والصحفيين

 يوم الاثنين (١٤ جمادى الأولى ١٤٤٨ هـ ق)، اختُتمت دورة تدريبية استمرت ثلاثة أيام لتعزيز قدرات مسؤولي الإعلام ومديري الصحف ووكالة باختر للأنباء والصحفيين، نظّمتها وكالة باختر للأنباء. . .

BACK TO NEWS