د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څيړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه
چهارشنبه ( ۱۰ د رجب المرجب ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ یاد معينيت کې د رسنيو شکايتونو او سرغړونو د څيړنو کمېسيون نوبتي غونډه وشوه.
یاده غونډه کې چې د کمېسيون د غړو په حضور جوړه شوې وه، رارسېدلي رسنيز شکايتونه او ستونزې و ارزول شوې.
همدا راز د تيرو غونډو پرمهال څيړل شويو موضوعاتو ته د حل لارې وموندل شوې او د يو شمېر ځايونو د رسمي نومونو د نه اخېستلو له امله د رسنيو مسؤلينو ته توصیه وشوه.
۱۴۰۴/۱۰/۱۰ هـ ل
