د میمنې ښار اوسېدونکو ته د تاریخي اثارو د ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو له لورې د میمنې ښار یو شمېر اوسیدونکو ته د مقدسو ځایونو او تاریخي آثارو د ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو مسؤلینو د میمنې ښار اوسیدونکو ته د مقدسو ځایونو او تاریخی آثارو د ساتنې په اهمیت خبرې وکړې او د دغه ځایونو ساتنه یې د فرهنګي شعور او دیني او معنوي ارزښتونو ته د ملت ژمنتیا وبلله.
مسؤلینو په دې لیدنه کې د یادو تاریخي میراثونو ساتنې په برخه کې له ځایي اوسیدونکو څخه مننه وکړه او له دوی څخه یې د دغو مقدسو او تاریخي ځایونو ساتنې په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدا راز یادو مسؤلینو د سید میر تاج ، سلطان خواجه نور او عارف بابا (رحمهمالله) له مقبرو څخه لیدنه هم وکړه.
۱۴۴۷/۱/۶ هـ ق
