فارياب کې د سيرت النبي ﷺ سيالۍ پايلې اعلان شوې
شد فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د البرز علمي او کلتوري ادارې په همکارۍ د سيرت النبي ﷺ سيالي ترسره کړې وه، چې پايلې يې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې او غوره ګډونوال يې د ډاليو په ورکولو سره وستايل شول.
غونډې ته د وينا پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي د مطالعې کلتور په پراختیا او د رسول الاکرم ﷺ له سيرت سره په آشنايۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه؛ نژدې راتلونکې کې به د ( امام ابوحنیفه رح باید وپېژندل شي) په نامه سيالي هم د دې رياست له لوري ترسره شي.
د سيالۍ ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور رياست څخه د دې ډول سياليو ترسره کولو له امله مننه وکړه او د ورته نورو سياليو د ترسره کولو غوښتنه يې وکړه.
د غونډې په پای کې د سيالۍ غوره ګډونوالو ته د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې.
۱۴۴۶/۸/۵ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۶ ل