د رسنيزو سرغړونو کمیسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

tawana_admin
Mon, Feb 03 2025 3:32 PM
sadff

دوشنبه ( ۴ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معين او د کمېسيون مرستیال ښاغلي مهاجر فراهي صاحب په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو په معينيت کې ترسره شوه. 
د غونډې په پیل کې د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي صاحب د تېرې غونډې د پرېکړو او لاسته راوړنو ارزونه وکړه.
د رسنیزو سرغړونو کمېسیون په دې غونډه کې د دوو راډیوګانو ( لونګ او نوای زن ) د شکایتونو د څېړنې سربېره د افغانستان د ژورنالیستانو اتحاديې لخوا د رسنیو د کارکونکو ستونزې له کمیسیون سره شریکې شوې او ترڅنګ يې د رسنیزو خپرونو په جریان کې د ملي او اسلامي هویت د تثبیت او ټینګښت په موخه د الفاظو، اصطلاحاتو او القابو د اصولي کارونې او تثبیت لپاره کمېټه وټاکل شوه.
 همدا راز دې غونډه کې په شپږو موضوعاتو بحث وشو، چې په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
یاده غونډه د اختتامیې په دعا سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۳/۱۰/۲۴ ل
۲۰۲۵/۱/۱۳ ز