د تهران نړیوال ګرځندوی اتلسم نندارتون کې د هرات ګډون کولو په موخه غونډه وشوه

tawana_admin
Sun, Jan 05 2025 11:18 AM
yhjkl

د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا‌ د سیاحتي شرکتونو، ټرانسپورټي ادارو او هوټلدارانو له مسوولینو سره د تهران نړیوال ګرځندوی اتلسم نندارتون کې د ګډون کولو په موخه د پلان جوړولو غونډه وشوه.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي: په دغه نړیوال نندارتون کې به د سیاحتي شرکتونو، ټرانسپورټي شرکتونو او هوټلدارنو شرکتونو استازي د دغه ولایت په استازیتوب ګډون وکړي. 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت‌الله محمدي، د دې ګډون موخه د ګرځندویانو جذب، د هرات تاریخي او طبیعي ښکلاوو پېژندنه، د نړیوالو اړیکو پیاوړتیا او د ګرځندوی اړوند صنعتونو پېژندګلوي یاد کړل.
همدارنګه د غونډې ګډونوالو وویل: دا نندارتون د هرات د ګرځندوی ظرفیتونو د پېژندګلوۍ لپاره یو ښه موقع ده او هیله لرو چې، د دې سترې برنامې له لارې نوې اړیکې جوړې او د بهرنیو ګرځندویانو د جذب زمینه برابره کړو.
د یادونې وړ ده چې، د تهران نړیوال ګرځندوی اتلسم نندارتون د روان کال د دلوې میاشتې په جریان کې د ۳۰ هېوادونو استازو په ګډون ترسره کېږي.
۱۴۴۶/۷/۴ ه‍ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۶ ه‍ ل