د خپرونو چارو معین له کتاب پلورونکو او ناشرینو سره وکتل

tawana_admin
Thu, Jan 02 2025 10:52 AM
asdfghjk

  د اطلاعاتو کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي  مهاجر فراهي د کابل ښار د جوی شیر سیمې له ناشرینو او کتاب پلورونکو سره ناسته وکړه.
دغه ناسته کې ناشرینو د اطلاعاتو کلتور وزارت او کابل ښاروالي له هغو هڅو مننه وکړه چې دوی ته یې د جوی شیر سیمې د دکانونو په بدیل کې د کابل ښار د سینمای پامیر سیمه کې د نوي بازار جوړونې زمینه مساعده کړه. 
ناشرینو او کتاب پلورونکو خپلو  خبرو کې وویل: دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په بشپړه هماهنګۍ چارې مخته وړي، دوی همدا راز ناشرینو ته د جوازونو د توزیع برخه کې هم د وزارت اقدامات وستایل. 
د اطلاعاتو کلتور وزارت د خپرونو چارو معین دوی ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه؛  هڅې یې روانې کړي، تر څو له اداراتو سره په همږغۍ په کور دننه د کتابونو د چاپ بهیر پیل شي، تر څو هم خلکو ته کار زمينه برابره شوې وي او هم له داخلي تولیداتو ګټه اخیستل شوې وي.

۱۴۴۶/۷/۱ ھـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۳ ھـ ل