د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين د کابل له عامه کتابتونونو څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
Wed, Jan 01 2025 9:18 AM
egafdg

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال د کابل ښار د بېلابېلو ناحيو او ولسواليو له عامه کتابتونونو څخه ليدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونو رياست مسؤلين وايي: د بېلابېلو ناحيو او ولسواليو له عامه کتابتونونو څخه د ليدنې موخه د يادو کتابتونونو وضعيت ارزول، له نږدې څخه څارنه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د کتاب لوستنې کلتور ته د پراختيا ورکولو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وه.
د دې ليدنې په ترڅ کې د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، نهمې، دولسمې او شپاړلسمې ناحيو او د شکردرې، ميربچه کوټ او کلکان ولسواليو له عامه کتابونونو ارزونه او څارنه وشوه.

۱۴۴۶/۶/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۲ هـ ل