په هرات کې د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړولو هڅې روانې دي
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري په وړيا ښوونيز مرکز کې د دې ولايت ځوانانو ته درې مياشتني ژمني ټولګې پيل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمدالله متقي وايي: دغه ریاست د ځوانانو د ظرفیت لوړولو لپاره کار کوي او هغوی ته بېلابېل روزنیز ټولګي برابروي.
د ځوانانو چارو آمر مولوي عبدالمتین عادل وایي: په دې دوره کې له ۴۰۰ څخه زیات کسان په بېلابېلو روزنیزو ټولګیو کې جذب شوي دي، په نوې ژمنۍ دوره کې ځوانانو ته د لومړنیو طبي مرستو، انګلیسي ژبې، کمپیوټر پروګرامونو او د وینا کولو مهارتونه ور زده کېږي.
همدا راز د دې ټولګیو ځینې ګډونوال وايي: په وړيا ښوونيز مرکز کې د ښوونيزو ټولګیو پيل کېدل بېلابېلو قشرونو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.
۱۴۴۶/۶/۲۲ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۴ هـ ل