د کونړ ولایت د رسنیو له مسؤلینو سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست غونډه وشوه

panah_admin
Tue, Dec 03 2024 10:31 AM
...

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نجیب الله حنیف د دغه ولایت د رسنیو له مسؤلینو سره په یوه ناسته کې ګډون وکړ.

ښاغلي حنیف د رسنیو مسؤلینو ته د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم د نشراتو د برابرۍ په اړه سپارښتنې وکړې، نوموړي ټینګار وکړ، چې رسنۍ باید خپلې خپرونې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې وړاندې کړي.

ښاغلي حنیف زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي او هغه کسان چې د دوی په چارو کې خنډونه رامنځته کوي، په وړاندې به يې قانوني اقدام وشي.

نوموړي د رسنیو مسؤلینو ته وویل: چې خپلې دندې په پوره ایماندارۍ او رښتينولۍ ترسره کړي.

په غونډه کې د رسنیو مسؤلینو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل، د اطلاعاتو او کلتور رئیس ژمنه وکړه، چې د ملي راډیو تلویزیون د امر په همکارۍ به د ولایت له نورو مسؤلو چارواکو سره د رسنیو ستونزې او غوښتنې شریکې کړي او د حل لارې به ورته ولټوي.

۱۴۴۶/۶/۱ ھ ق

۱۴۰۳/۹/۱۳ ھ ل