خبریالانو ته د لومړنيو مرستو او خوندیتوب په اړه دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پیل شو

tawana_admin
Thu, Oct 17 2024 9:44 AM
1123e

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همږغۍ د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري خبريالانو او د رسنيو استازو ته د لومړنيو مرستو او خوندیتوب په اړه دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار، د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې پیل شو.
ياد سمينار د قرآن کريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پېل او ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مفتي حبيب‌الله الهام د ټولنې پر وړاندې د خبريالانو د مسؤوليت په اړه خبرې وکړې او د ژورناليستيکي چارو په برخه کې يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.
همدا راز په لويديځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب د کميټې مسؤل شميل ‌احمد مشعل د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مشرتابه څخه د رسنيو څخه د ملاتړ له امله مننه وکړه او د خبريالانو د خوندیتوب کميټې فعاليتونو په تړاو یې هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
د سمینار وړاندې کوونکي عبدالطاهر صمدي د لومړنيو مرستو په تړاو معلومات شريک کړل، ترڅو خبریالان په خپلو کاري چارو کې د اړتیا پرمهال ترې ګټه واخلي.

۱۴۴۶/۴/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۶ هـ ل