د اطلاعاتو او کلتور وزير د برېښنا انرژۍ د پانګونې د فرصتونو وړاندې کولو کنفرانس کې ګډون وکړ

panah_admin
Mon, Sep 30 2024 6:38 PM
..

دوشنبه ( ۲۷ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خیرخواه کابل کې د افغانستان د برېښنا انرژۍ د پانګونې د فرصتونو وړاندې کولو کنفرانس کې ګډون وکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان د برېښنا انرژۍ د پانګونې د فرصتونو وړاندې کولو په کنفرانس کې د وينا پر مهال پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګه والو ږغ وکړ، چې د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړه اسلامي امارت له بندیزونو سره سره په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی.

همدا راز ښاغلي خیرخواه صاحب له رسنیو څخه هم وغوښتل، چې د افغانستان د پرمختګونو او ابادۍ انځور په ښه توګه خلکو ته وړاندې کړي.

د افغانستان د برېښنا انرژۍ د پانګونې د فرصتونو وړاندې کولو کنفرانس د برېښنا شرکت له لوري په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ په برخه کې د پانګونې په موخه د پانګوالو د توجه جلبولو په اړه جوړ شوی و. 

۱۴۰۳/۷/۹ هـ ش

۲۰۲۴/۹/۳۰میلادي