هلمند کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ مياشتنۍ غونډه وشوه

tawana_admin
Thu, Sep 12 2024 7:35 PM
شش

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د اطلاعاتو د آمر مولوي شیر محمد وحدت په مشرۍ د دولتي ادارو ویاندویانو،نشراتي مسؤلینو، د سیمه ئيزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه ترسره شوه. 
پیل کې د اطلاعاتو آمر مولوي شېر محمد وحدت وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست همېشه کوشش کوي، تر څو د سیمه ئيزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته په هره برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، په پام کې لرو، تر څو دولتي او سیمه ئيزو نشراتي مسؤلینو او خبریالانو ته د ظرفیت لوړونې برخه کې سمینارونه جوړ کړو، تر څو د رسنیز کهول او دولت تر منځ لا زیاته همږغي او همکاري رامنځته شي، د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو او افغاني کلتور سره سم ژمن یو، چې د رسنیو سره همکاري وکړو، اسلامي، افغاني او ملي ارزښتونه مو لومړیتوبونه دي، دهمدې ارزښتونو په رڼا کي باید رسنۍ او خبريالان خپل ملي مسؤلیت ادا کړي. 
ورپسې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسؤل عبد الله حقمل په خپلو خبرو کې وویل: له دغه میاشتنۍ غونډو څخه موخه دا ده، ترڅو د دولتي ارګانونو ویاندویانو، د ریاستونو نشراتي مسؤلینو او محلي رسنیو له مسؤلینو سره همږغي زیاته شي او د دوی ستونزو ته پروخت رسېدنه وشي.
همدا راز د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په نوبتي ډول خبرې وکړې او تر هر څه وړاندې یې په دې ولایت کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې دوی وویل: تېرو وختونو ته په کتو دا مهال تر بل هر وخت خبريالان معلوماتو ته اسانه لاسرسی لري.

۱۴۴۶/۳/۹ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۲ هـ ل