د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر روسیې هېواد ته روان شو

tawana_admin
Tue, Sep 10 2024 10:31 AM
ننن

‏د ا.ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزیر محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه د روسیې هېواد په رسمي بلنه د فرهنګونو اتحاد فورم ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شو.

ښاغلی خیرخواه صاحب به په یاده غونډه کې چې د روسیې هېواد په کوربتوب د سپتمبر له ۱۱ څخه تر ۱۴ نېټې پورې په سینت پیترزبورګ ښار کې ترسره کېږي ګډون وکړي.

۱۴۴۶/۳/۷ ه‍ ق
۱۴۰۳/۶/۲۰ ه‍ ل