شينکۍ ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

tawana_admin
Tue, Aug 27 2024 3:49 PM
ad

.د زابل ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت او پوهنې ریاست له لوري څه موده وړاندې د امارت پېژندنې علمي سیالي ترسره شوې وه، چې د مدرسو او ښوونځیو سلګونه زده کوونکو پکې برخه اخیستې وه، نن  يې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د غونډې پرمهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر ملاعصمت الله شکیب اغا،د پوهنې رياست  استازو، د سیمې ګڼ شمېر قومي مشرانو، د ښوونځيو او مدارسو زده کوونکو شتون درلود.
د سيالۍ تنظيموونکو غونډې ته د وینا پرمهال ټولو ګډونوالو ته د ازموینې په پروسه کي د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه؛ له دې سیالیو څخه یې موخه د ځوان نسل فکري رغونه ده، چې دغه پروسه به ټولو ولسوالیو ته غځوي.
د غونډې په ورستیو شېبو کې په ازموینه کې تر دیارلسم مقام پوري ګټوونکو ته کمپیوټر، ساعت، جامې او ګڼې نورې جایزې چي په پام کي نیول شوې وې ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۲/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۶ هـ ل