شیرین تګاب ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې سيالۍ پایلې اعلان شوې

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پوهنې امريت سره په همغږۍ شيرين تګاب ولسوالۍ کې د امارت پېژندنې کتاب ازموینه اخیستې وه، چې پایلې یې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اعلان او مخکښو ګډونوالو ته ډالۍ ورکړل شوې.
په يادو مراسمو کې د ځوانانو چارو آمر مولوي سید عبدالمبین فصیح، د فاریاب د پوهنې ریاست استازی، د شيرين تګاب ولسوالۍ د پوهنې آمر، استادانو، زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړی و.
د ځوانانو چارو آمر مولوي سید عبدالمبین فصیح وویل: له دې سیالۍ څخه يې موخه د مطالعې کلتور ته وده ورکول او د افغانستان د اسلامي امارت له تاریخ سره د زده کونکو اشنا کول وه.
د مراسمو په ترڅ کې د سيالۍ لومړي مقام ګټونکي ته يو پايه کمپيوټر، دویم مقام ګټونکي ته يو سيټ موبايل او تر لسم مقام پورې بیلابیلې مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.
١٤٤٦/٢/١ ه ق
١٤٠٣/٥/١٥ ه ل