د کاپيسا له ښوونيز مرکز څخه ګڼ شمېر زده کوونکي فارغ شول
د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت د کلتور ښوونیز مرکز څخه ۱۰۰ تنه زده کوونکي د فکري روزنې، انګلیسي او کمپیوټر له شپږ میاشتنيو زده کړو څخه د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
په فراغت غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد، د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي کریم الله وثیق، ګڼو مسئولینو او د زده کوونکو والدینو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد په خپلو خبرو کې وویل: ځوانانو د کفر فکري جګړې ته مه تسلیمیږئ او د پردي کلتور او فکري جګړې په مقابل کې په افغاني غرور سره مقابله وکړئ.
نوموړي زیاته کړه: اسلامي امارت د خپل ځوان نسل معنوي او روحاني تربیې ته متوجه دی او ځان دې ته متعهد بولي، چې خپل ځوان نسل ته په مادي او په معنوي لحاظ خدمت وکړي.
د غونډې په پای کې ځوانانو خوښي څرګنده کړه، چې دوی ته د فکري روزنې ترڅنګ د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې په وړیا توګه ورکړل شوې دي.
۱۴۰۳/۵/۶ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۷ میلادي