غور کې د محلي رسنيو د ستونزو حل کولو هڅې روانې دي
سه شنبه ( ۱۷ د محرم الحرام ۱۴۴۶) د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي عبدالحی زعيم د يوه پلاوي په مشرۍ ددې ولايت له محلي رسنيو څخه ليدنه وکړه او د رسنيو مسؤلينو سره يې د اطلاع رسونې او ستونزو د حل کولو برخه کې د همکارۍ وعده وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي زعيم د رسنيو مسؤلينو ته وويل: اسلامي امارت د خپلې پاليسۍ او اصولو سره سم د رسنيو ودې او پراختیا ته ژمن دی، د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، چې د مسؤلينو له لوري د رسنيو سره په وخت معلومات شريک شي، همداراز ښاغلي زعيم د رسنيو له نشراتي او ارشيف برخو څخه هم ليدنه وکړه.
د رسنيو مسؤلينو د غور ولايت د محلي ادارې په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او کلتور رياست له دوامداره همکاريو څخه خوښي څرګنده کړه او خپلې رسنيزې ستونزې يې شريکې کړې، چې د حل کولو غوښتنه يې وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له حاکميت وروسته په غور کې د محلي ادارې د مسؤلينو او رسنيو ترمنځ د اطلاع رسونې، همکارۍ او همغږۍ چارې ګړندۍ شوي او محلي رسنيو وکولای شول، چې تر پخوا اوس خپلو فعاليتونو ته په ښه شکل ادامه ورکړي.
۱۴۰۳/۵/۳ هـ ل
۲۰۲۴/۷/۲۴ میلادي