له ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
Mon, Jul 15 2024 11:41 AM
afg

يکشنبه ( ۸ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له ښوونيز مرکز څخه ۵۰ تنه ځوانان د ويناوالۍ برخه کې له زده کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس انجنیر ذبیح الله امیري ویلي: اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوان نسل ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې د ځوانانو استعدادونو ته وده ورکړي، نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې یوازي د اسنادو په ترلاسه کولو اکتفا ونکړي، بلکې په بیلابیلو علمي برخو کې دې د کتابونو په لوستلو سره نور معلومات ترلاسه کړي.
د ځوانانو چارو آمر عبدالصمد شیرزاد وايي: د زده کوونکو فراغت د نظام او ټولنې لپاره لويه لاسته راوړنه ده، د ولسونه د لسیزو جګړو او ناامنیو څخه تیر شوي، اوس وخت رارسېدلی، چې د هیواد آبادولو لپاره اقدام وکړو.
ځوانانو د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه مننه وکړه، چې د ځوانانو د ظرفيت  لوړونې لپاره يې ښوونيز پروګرامونه پيل کړي، همداراز دوی د نورو پروګرامونو د پيل غوښتنه وکړه.

۱۴۰۳/۴/۲۵ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۱۵ ميلادي