د اطلاعاتو او کلتور وزير د نورستان له والي سره وکتل

panah_admin
Tue, Jul 02 2024 4:29 PM
asad

 دوشنبه ( ۲۴ د ذوالحجې ۱۴۴۵ ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير محترم الحاج ملا خير الله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د نورستان له والي قاري زين العابدين عابد سره د ياد ولايت د ځوانانو، لرغونو سيمو، تاريخي آثارو او يو شمېر نورو مواردو په اړه وليدل. 
د نورستان والي قاري زين العابدين عابد د اطلاعاتو او کلتور له وزير محترم الحاج ملا خيرالله خيرخواه سره د نورستان ولايت د ځوانانو او تاريخي آثارو د وضعيت په اړه معلومات شريک کړل.
ښاغلي خيرخواه صیب وويل: نورستان  کې سیلانیانو ته د معیاري خدماتو په وړاندې کولو، د سیاحت او سيلانيانو برخه کې خصوصي سکتور ته په وده ورکولو او دې ولایت کې د معیاری کتابتون او موزیم جوړولو لپاره هڅې کوو.


۱۴۰۳/۴/۱۱ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۱ ميلادي