کندهار کې سلګونه تنه زده کوونکي له ښوونيز مرکز څخه فارغه شول

tawana_admin
Mon, Jul 01 2024 3:08 PM
ddd

دو شنبه ( ۲۴ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او YHDO ګډ ښوونيز مرکز څخه ۱۵۰ تنه زده کوونکي فارغه شول، د فراغت په مراسمو کې ېي يو شمېر مسؤلينو ګډون کړی و. 

 د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د ځوانانو چارو آمر حافظ حمدالله سعيد  وویل: ياد شمير زده کوونکي په عينو مېنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د YHDO دفتر له ګډ ښونيز مرکز څخه د انګليسي، کمپيوټر او سواد آموزۍ له څانګو څخه د درې مياشتنيو وړيا زده کړو وروسته فارغه شول.

د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند په ښوونيز مرکز کې سلګونه تنه زده کوونکي په وړيا ډول د عربي، انګليسي او کمپيوټر زده کړه کوي.

۱۴۰۳/۴/۱۱ ھ ش 
۲۰۲۴/۷/۱ ميلادي