دایکندي کې د ګذر له وکیلانو سره غونډه وشوه
پنجشنبه ( ۲۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس سيد مصطفي صالح د ګذر له وکیلانو او با نفوذه کسانو سره د تاریخي او فرهنګي آثارو د ساتنې او راټولولو په موخه غونډه وکړه.
ښاغلي صالح دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: تاريخي او فرهنګي آثار د يوې ټولنې هويت څرګندوي. همدا راز نوموړي زياته کړه، هڅه کوو چې د دايکندي ولايت ټول تاريخي او فرهنګي آثار راټول او خوندي کړو.
محترم صالح د ګذر له وکيلانو او بانفوذه کسانو څخه د تاریخي آثارو او فرهنګي میراثونو د پیژندلو، راټولولو او ساتنې په برخه کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
د ګذر وکیلانو او بانفوذه کسانو هم په دایکندي ولایت کې د تاریخي آثارو او فرهنګي میراثونو ساتنه مهمه وبلله او ژمنه یې وکړه؛ چې د تاریخي آثارو د پیژندلو او راټولولو په برخه کې به د دایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست سره همکاري وکړي.
۱۴۰۳/۳/۱۹ ھ ش
۲۰۲۴/۶/۸ ميلادي