بامیانو کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غونډه جوړه شوه

wares_admin
Wed, May 29 2024 10:58 PM
….

سه شنبه ( ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۵ ) باميان ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د بامیان راډیو په همکارۍ د خبریالانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي صفي الله رائد، د ولايت مقام وياند، خبريالانو او د رسنيو مسؤلينو ګډون کړی وو.

د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي صفي الله رائد وويل: د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په خپل ټول توان سره هڅه کوي، چې د خبريالانو او رسنيو ملاتړ وکړي او د هغوى د پياوړتيا او اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره کار وکړي.

ښاغلي رائد زياته کړه: د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست تل د رسنيو او خبريالانو همکار او ملاتړي کونکي دي او له دی وروسته به هم دوام ورکړي.

 په باميانو کې د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې مسؤل سيد امين همتا د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې شته ستونزې بيان کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي او په باميانو کې يې له خبريالانو سره د دولتي مسؤلينو ملاتړ د قناعت وړ وباله.

د يادونې وړ ده، چې د باميانو ولايت په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د خبريالانو لپاره خونه د لا زياتې همغږۍ په موخه په رسمي ډول فعاله شوه.

۱۴۰۳/۳/۸ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۲۹ میلادي