محمد طاهر زهيرد ټوليزو رسنيو پاليسۍ د مسودې پرتصويب ټينګاروکړ

گمنام (غیر مصدقہ)
Wed, Jul 22 2020 11:25 AM
محمد طاهر زهيرد ټوليزو رسنيو پاليسۍ د مسودې پرتصويب ټينګاروکړ


د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن  د رسنيو عالي شورا غونډه جوړه شوه .
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې د ټوليزو رسنيو دعالي شورا  غړو د ټوليزو رسنيو پاليسۍ پر مسودې خبرې وکړې اوپه دې اړه يې خپل پيشنهادونه  او نظرېې وړاندې کړې .
په همدې ترتيب د شورا غړو د ټوليزو رسنيو کمېسيون د غړو په توګه د مير علي اصغر اکبرزاده ، عزيز احمد تسل او ميرمن ماريا غړيتوب  تصويب کړ.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  په خپلوخبرو کې د ټوليزو رسنيو پاليسي دمسودې پرډير ژر  تصويب ټينګاروکړ

.کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر: