فارياب کې د سيرت النبي ﷺ ازموينه واخستل شوه

rahim_admin
Tue, Apr 30 2024 1:45 PM
Frayab province

دوشنبه (۲۰ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري له محصلينو، د ښوونځيو او مدرسو له زده کوونکو څخه د سيرت النبي ﷺ ازموينه واخستل شوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي شمس الدين معتصم د يادې سيالۍ څخه موخه د حضرت محمد ﷺ له شخصیت مبارک سره بلدتيا، د مطالعې د فرهنګ رواجول، د رسول الله ﷺ د ژوند له ډول سره د ځوانانو اشنايي او د ځوانانو د علمي ظرفیت لوړول ياد کړل.

ښاغلي معتصم زياته کړه؛ دې سيالۍ کې ۲۵۰ تنو ګډون کړی و، چې د سيالۍ پايلې به هم ژر اعلان شي او غوره ګډونوالو ته به ډالۍ وويشل شي.