تېر کال باميانو ته له سل زرو ډير سيلانيان د سياحت په موخه راغلي دي

rahim_admin
Wed, Apr 03 2024 7:24 PM
Bamyan province

چهارشنبه (۲۴ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلين وايي: تېر کال دې ولايت ته تر سل زرو ډېر سيلانيان د سياحت په موخه راغلي دي.

د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي صفی الله رائد وويل: له دې جملې يې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه بهرني سيلانيان دي، چې د باميانو له سياحتي او تاريخي ځايونو څخه يې ليدنه کړې ده، نوموړي د سيلانيانو د جذب لپاره د نوي پروګرامونو د جوړولو خبر هم ورکړ.

ښاغلي رائد زياته کړه؛ د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رياست په پام کې لري چې په بند امير( د افغانستان لومړني ملي پارک)  کې د سيلانيانو لپاره مجلل هوټل جوړ کړي او ددې پارک د برق چاره يې هم کړې ده، د نوموړي په وينا د بند امير د سرک جوړونې کارونه هم شروع شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د باميانو ولايت د طبيعي او تاريخي ځايونو په درلودو سره هر کال د زرګونه بهرنيو او کورنيو سيلانيانو کوربه وي.