د کاپیسا د سيمه ئيز موزیم ځمکه اندازه او تثبیت شوه

rahim_admin
Wed, Apr 03 2024 7:17 PM
Kapisa province

 سه شنبه ( ۲۳ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د سيمه ييز موزيم ځمکه چې درې جريبه (٦٠٠٠ متره مربع) ده په محمود راقي ښار کې دانجينرانو له خوا تثبیت  شوه.

ياده ځمکه د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کريم الله وثيق، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د املاکو آمریت پلاوي، د کرنې، ښار جوړونې او ښاروالۍ د رياستونو د استازو په شتون کې د کاپيسا مرکز محمود راقي ښار د دولتي دفترونو په کمپلکس کې د ښاروالۍ د انجنيرانو له لوري په رسمي ډول اندازه او اصلي ساحه يې تثبيت شوه.

مسؤلین وايي: تر دې وړاندې د كاپيسا د سيمه ئيز موزيم د ځمكې په برخه كې ستونزې موجودې وې، خو د اطلاعاتو او كلتور رئيس او د كرنې رياست او ښاروالۍ د مسؤلينو په هلو ځلو يې ستونزه حل او ځمکه رسماً یاد ریاست ته وسپارل شوه.

 د اطلاعاتو او کلتور رئيس وويل: په نږدې راتلونکي کې به د سيمه ئيز موزيم ودانۍ د جوړولو کار پيل شي.