زابل کې قلموالو ځوانانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
Wed, Mar 27 2024 4:25 AM
…

 

 دوشنبه ( ۱۵ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت د همکارو قلموالو ځوانانو سره د همغږۍ میاشتنۍ ناسته ترسره شوه، چې پکې لسګونه ځوانو لیکوالانو ګډون کړی وو.

د ځوانانو چارو امر عصمت الله شکیب اغا د خپلو خبرو په ترڅ کې، ځوانان یوالي، اتفاق او ورورولۍ ته راوبلل او ورڅخه یې غوښتنه وکړه، چې خپلو مسؤلیتونو ته متوجې شي، د نوموړي په وينا؛ دا ډول ناستې د همغږۍ باوري فضا رامنځ ته کیدلو اوپه ټوله کې د ټولنې د پرمختګ لپاره ښې تمامیږي، د ځوانانو چارو امریت کوښښ کوي چې دا ډول ناستې ترسره کړي.

یو شمېر ګډونوالو ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشرتابه څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اوس مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د ټولیدلو او اغېزمنو پروګرامونو د ترسره کولو مهم ځای ګرځېدلی او دوی به د خپل مسؤلیت له مخې هره برخه کې د قلم، ژبې او نورو لارو څخه په ګټه اخستنې خپل هېواد او ولایت ته  خدمت وکړي او د اسلامي نظام په ننګه به خپل قلمونه چلوي.