اطلاعاتو او کلتور ریاست د امارت پیژندنې کتاب د سیالۍ پایلې اعلان کړې

wares_admin
Tue, Mar 26 2024 10:06 AM
…

دوشنبه( ۱۵ د رمضان المبارک ۱۴۴۵ ) د لغمان ولايت قرغیو ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د بیلابیلو ښوونځیو ۲۰۰ تنو زده کوونکو څخه په امارت پیژندنې کتاب کې د اخیستل شوې ازموينې پایلې اعلان شوې.

د پایلو په دغه اعلان غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي سربیره، د قرغیو ولسوال قاري ذاهدالله فاتح، یو شمیر نورو مسؤلینو، زده کوونکو او د هغوی والدینو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي رسولي د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د داسې سیالیو موخه نوي نسل ته د امارت معرفي کول، له اهدافو یې خبرول، مطالعې سره اشنايي او د نظام اړوند معلومات ورکول دي.

نوموړي زیاته کړه؛ د سیالۍ مخکښو او بریاليو ګډونوالو ته جایزې ورکړل شوې، ترڅو نور ځوانان هم تشویق شي او داسې سیالیو کې برخه واخلي.

بل لور ته د سیالیو ګډونوالو هم دا د فکري رغونې په برخه کې ښه اقدام وباله، هغوی له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه غوښتنه وکړه، چې نورو ولسوالیو کې هم دغسې سیالۍ جوړې کړي.

د یادونې وړ ده چې په دغه سیالۍ کې لومړي مقام ګټوونکي ته لپټاپ کمپیوټر دوهم او دریم ته هم ځانګړې ډالۍ په نظر کې نیول شوې وې او په ترتیب سره تر وروستي ګډونواله ډالۍ ورکړل شوې.