غزني کې خبريالانو ته ښوونيز سيمينار پيل شو

wares_admin
Sat, Mar 23 2024 12:59 PM
…

شنبه (۱۳ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) غزني ولايت کې د يوې خصوصي رسنۍ له لوري د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د البيروني عامه کتابتون کې خبريالانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه اوه ورځنی ښوونيز سيمينار پيل شو.

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميدالله نثار د ياد سيمينار د پيلېدو پر مهال وويل: رسنۍ د خلکو او دولت ترمنځ د ارتباطي پل حيثيت لري، اسلامي امارت د رسنيو او خبريالانو ملاتړ ته متعهد دی.

په دې سيمينار کې به د خبري معيارونو، د خبريالانو د مکلفيتونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنيو د قوانينو په اړه معلومات شريک شي.

د غزني ولايت يو شمېر خبريالانو د دا ډول سيمينارونو جوړول مهم وبلل.