د لغمان مرستیال والي: رسنۍ د نظام او ولس ترجمانان دي، بشپړ ملاتړ یې کوو

wares_admin
Thu, Mar 14 2024 10:47 AM
….

تېره ورځ د لغمان مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د محلي رسنیو مسؤلینو سره په لیدنه کې وویل: رسنۍ د نظام او ولس ترجمانان دي موږ یې بشپړ ملاتړ کوو.

په دغه لیدنه کې لومړی د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي لغمان کې د رسنیو او رسنیز فعالیت اړوند معلومات ورکړل، نوموړي زياته کړه؛ مخکې به هر میاشت خبریالانو له والي یا مرستیال والي سره میاشتنۍ ناستې کولې، هیله ده چې یوځل بیا د ناستې دغه زمینه برابره شي، ترڅو خبریالان وخت پر وخت خپلې ستونزې او غوښتنې له ولایتي ادارې سره شریکې کړي.

مولوي اخترمحمد مزمل وویل: موږ د رسنیو پوره ملاتړ کوو، رسنۍ دې هم د نظام اصولو ته ژمنې پاتې شي، ترڅو په ګډه خدمت وکړو، ځکه رسنۍ د ذهنونو او مفکورو په بدلولو کې مهم رول لري، تبلیغاتي جګړه او د اهدافو په بریالي کیدو کې یې ځانګړی ارزښت موندلی دی.

د رسنیو مسؤلینو وویل: چې د نظام اصولو او پالیسیو په نظر کې نيولو سره به خپلې خپرونې پرمخ وړي.

۱۴۴۵/۹/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۱۲/۲۳ هـ ل