د هېوادنۍ سینما مشهور هنرمند فقیر نبي پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

moic_admin
Fri, Jun 26 2020 9:27 PM
Payam

په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړچې د افغانستان سینما مشهور او بریالي هنرمند فقیرنبي د ورپېښې ناروغۍ له امله نن سهار په کابل کې په یوروغتون کې د ۶۷ کلونوپه عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

فقیر نبي یو مسلکي هنرمند و او د سینما په برخه کې یې مسلکي زده کړې کړې وې. هغه په پنځوسمو او شپېتمو کلونو کې په هنري فلمونو کې راڅرګند شو او د یوې بریالۍ هنري څېرې په توګه یې نقش ولوباوه. لومړی یې په ( سیاه موی جلالی) فلم کې نقش ولوباوه او په (اختر مسخره) فلم کې لوبولي نقش شهرت ته ورساوه. په نورو ګڼو فلمونو کې یې هم نقش ولوباوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د ده مړینه د سینما هنر په ډګر کې ضایعه بولي، د لوی خدای له درباره ده ته د فردوس جنت، کورنۍ او دوستانو او د هېوادنۍ سینما ټولو هنرمندانو ته د صبر او زغم هیله کوي.