د لوی احمدشاه بابا د کور له رغنيزو چارو څخه ليدنه وشوه

wares_admin
Mon, Feb 05 2024 12:45 PM
....

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي انعام الله سمنګاني د هنر او کلتور د آمر په ملتيا د لوی احمدشاه بابا د کور له رغنېزو چارو څخه ليدنه وکړه.

ښاغلي سمنګاني د لوی احمدشاه بابا د کور رغنېزې چارې وارزولې او په ځينو برخو کي ئې اړینې سپارښتنې هم وکړې.
د یادولو وړ ده، چې د لوی احمدشاه بابا د کور رغنيز کارونه څه موده وړاندې شروع شوي وو، چي په لنډه موده کي به پای ته ورسیږي.

۱۴۴۵/۷/۲۴ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱۵ هـ ل