لسګونه تنو مجاهدینو د کمپیوټر زده‌ کړو له کورس څخه د فراغت اسناد ترلاسه کړل

wares_admin
Sun, Feb 04 2024 5:33 PM
.....

یکشنبه (۲۴ د رجب ۱۴۴۵) د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیز مرکز د اتمې دورې څخه لسګونه تنه مجاهدين د کمپيوټر زده کړو څخه فارغ شول.

 د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبیب‌الله الهام فارغینو ته د مبارکۍ ويلو تر څنګ د علم د ترلاسه کولو سره د کمپیوټر زده کړه د ټولنې په پرمختګ کې اړینه یاده وبلله او زياته يې کړه؛ موږ د ځوانانو د هڅونې، پرمختګ او ظرفیت لوړونې په موخه ډیر پلانونه لرو، ځوانانو لپاره پکار ده ترڅو د خپلو استعدادونو او ظرفیت لوړولو په پار له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي نعمت‌الله محمدي وويل: د مجاهدینو لپاره ځانګړی صنف جوړ شوی و، چې پکې ۲۵ تنو مجاهدینو وکولای شول بریالي او د فراغت اسناد ترلاسه کړي.

فراغت‌غونډه د کمپیوټر فارغینو ته د فراغت د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.