د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د پنجشیر اطلاعاتو او کلتور ریاست بېلابېل کتابونه ورکړل شول

wares_admin
Tue, Jan 30 2024 11:35 AM
....

(۱۶ رجب‌المرجب ۱۴۴۵) سلګونه ټوکه بېلابېل کتابونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتون له لوري د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ډالۍ شول.
د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ريیس مولانا نصرالله‌ملکزاده د دوه سوه عنوانه (دیني او عصري) کتابونو ترلاسه کول په پنجشیر کې د مطالعې د ودې لپاره ارزښتناک یاد کړل او زیاته یې کړه چې دې سره به د پنجشیر د عامه کتابون په غنامندۍ کې زیاتوالی راشي.
مولانا ملک‌زاده د پنجشیر له ټولو زده‌کړیالانو او زده‌کوونکو وغوښتل چې د خپل علمي ظرفیت د لوړولو په پار د پنجشیر عامه کتابتون ته مراجعه وکړي.
د پنجشیر د عامه کتابتون مدیر ګل حیدر اکبري چې دوه سوه عنوانه کتابونه یې له کابل نه پنجشیر ته راوړي دي او د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رهبرۍ په شتون کې د پنجشیر عامه کتابتون ته تسلیم شول.