کونړ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې غونډه ترسره شوه

wares_admin
Mon, Jan 29 2024 12:33 PM
....

تېره ورځ (١٦ رجب المرجب ۱۴۴۵ هـ ق)  د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نجیب الله حنیف سربېره د ولایت مقام، ارشاد او حج اوقاف، امر باالمعروف او کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاستونو استازو د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې دویمه غونډه کې ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د تېرې غونډې د لاس ته راوړنو راپور وړاندې شو، چې اطلاعاتوا و کلتور ریاست دباختراژانس او جریدې له لاري د عامه پوهاوي رپوټونه خپاره کړي دي.
د ارشاد حج اوقافو ریاست استازي مولوي فضل خالق وویل؛ د مهراب او ممبر له لارې د کډوالوسره د مرستې همکارۍ او همدردۍ رسمي خطبې وړاندې کړي دي.
 د امرباالمعروف ریاست استازي قاري احسان الله وویل؛ د محتسبینو په مټ یې په مرکزکې  ۱۲۳ او په ولسوالیوکې ۳۳۳ جوماتونو کې د کډوالوسره د همکارۍ عامه پوهاوی کړی دئ.