پکتیا کې د ښوونیزو مرکزونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه 

wares_admin
Sun, Jan 28 2024 11:28 AM
....

یکشنبه (۱۶ رجب‌المرجب ۱۴۴۵ هـ ق) د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د کلتور او هنر آمر د پکتیا ویناوالۍ ښوونیزو مرکزونو له مسؤلینو سره د دوه اړخیزه همکاریو او همغږۍ ناسته تر سره کړه. 
د هنر او کلتور آمر ښاغلي عقل خان وهاج، د یادو ښوونیزو مرکزونو کړنې وستایلې او ویناوالي یې په کلتوري ډګر کې ځانګړی هنر وباله. 
همدارنګه ښاغلي وهاج د یادو ښوونیزو مرکزونو له مسؤلينو څخه وغوښتل، چې د ځوانانو روزنه د ویناوالۍ په برخه کې ډېره مهمه ده او باید کار ورته وشي. 
په یادو کلتوري ښوونیزو مرکزونو کې ۵۰۰ ځوانانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.