بغلان کې د خبریالانو، د رسنیو استازو او سیمه‌ییزو مسؤلینو ګډه ناسته ترسره شوه

wares_admin
Tue, Jan 23 2024 3:24 PM
....

سه شنبه (۱۲ د رجب‌المرجب) د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، خبریالانو او د رسنیو استازو د دې ولایت له والي سره د رسنیزو چارو د ښه تنظیم او خبري چارو د لا پراختیا په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وويل: په دې ولایت کې ټولې ادارې له رسنیو او خبریالانو سره پر وخت معلومات شریکولو ته ژمنې دي او هیله یې څرګنده کړه، چې دې ولایت کې به نور هم رسنیزې چارې ښې او مطبوعاتي فعالیتونه به چټک او پراخ شي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: د رسنیو د فعاله ساتلو، خبریالانو سره د خبرونو په جوړولو او خبري سوژو په موندلو کې همکاري کوي او ډاډ یې ورکړ، چې د سیمه‌ییزو رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره به هم چټکې هلې ځلې ترسره کړي.
د بغلان د خبریالانو د ملي ټولنې مسؤل رازمحمد راز، د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مسؤل محراب الدین ابراهیمي او د تنویر تلویزیون مسؤل حارث سیار د خبریالانو په استازیتوب له اطلاعاتو او کلتور او نورو اړوندو ادارو مننه وکړه، چې د ښې مطبوعاتي فضا د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او غوښتنه یې  وکړه، چې حکومت دې د رسنیو د برېښنا د بیو او دغه راز د مالیاتي جوازونو د فیس د کمولو په برخه کې هڅې وکړي.