د کندهار اطلاعاتو او کلتور رئیس د احمد شاه بابا له مقبرې څخه لیدنه وکړه

wares_admin
Thu, Jan 18 2024 12:26 PM
.....

تېره ورځ د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي انعام الله سمنګاني د یوه پلاوي په ملتیا د احمدشاه بابا د مقبرې څخه چي تازه ئې د داخلي او بهرنيو برخو ترمیماتي چارې په اساسي ډول بشپړې شوې وې، لیدنه وکړه.
د یادې مقبرې ترمیماتي چارې درې میاشتې مخکي د شاوخوا شپږ سوه زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې، چي اوس مهال ئې چارې پای ته رسیدلي.
ښاغلي سمنګاني د مقبرې له ټولو برخو څخه تر لیدنې وروسته د یادې مقبرې متولي او ساتونکي ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړي.

۱۴۴۵/۷/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۲۷ هـ ش