زابل کې له یو شمېر راډیو ګانو څخه نظارت ترسره شو

wares_admin
Sat, Jan 13 2024 6:14 PM
.....

د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر او د باختر اژانس مدیر عبدالرحمن سالاري له لوري نن د ولایت په سطحه له ټولو راډیوګانو څخه نظارت او څارنه ترسره شوه، چې مسؤلینو ته يې لازمې لارښوونې وشوې.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر د راډیو ګانو له مسؤلینو څخه د همېشنیو همکاریو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د خپرونو په لړ کې باید داسې خپرونې جوړې او نشر کړي، چې ټولنې او خلکو ته په ټولیزه توګه ګټه وکړي، هغه وویل د اطلاعاتو او کلتور ریاست تل له رسنیو سره د همکارۍ په برخه کې ژمن او ورسره یو ځای کار کوي.
د راډیو ګانو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ټولو همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې خپل نشرات به د اسلامي امارت د ټولو قوانینو په رڼا کې پر مخ بوځي.

۱۴۴۵/۷/۱ هــ ق
١٤٠٢/١٠/٢٣هــ ش