هلمند ښوونیز مرکز کې له سلګونه زده‌کوونکو څخه د کمپیوټر ازموینه واخیستل سوه

wares_admin
Wed, Jan 10 2024 1:56 PM
....

د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند ښوونیز مرکز کې له ۳۷۰ تنو زده‌کوونکو څخه تر ۶ میاشتو زده‌کړو وروسته د کمپیوټر د وینډوز، ورډ، ایکسل، پاورپواینټ او انټرنیټ برخو کې اخېرنۍ ازموینه واخیستل شوه.
د دې ازموینې په مراسمو کې د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف، دعامه کتابتون مسؤل محسین عمري، د ځوانانو د همغږۍ او ودې مدیرانو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د ځوانانو چارو آمر د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند ښوونیز مرکز له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د هېواد بچیانو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي، ترڅو د هېواد راتلوونکی نسل ښه وروزي.
همداراز نوموړي وویل: موږ په یاد ښوونیز مرکز کې زده‌کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې په وړیا توګه زده‌کړې ورکوو، چې د کمپیوټر تر ۶ شپږ میاشتنیو زده‌کړو وروسته له دوی څخه په شفاف ډول ازموینه اخیستل کیږي.

۱۴۴۵/۶/۲۷ هـ ش
۱۴۰۲/۱۰/۱۹ هـ ش